د امریکا د کانګرېس لسګونه غړو لۀ بایډن څخه د تخلیې ماموریت د چټکتیا غوښتنه کړې 

0
177

د امریکا د کانګرېس لسګونه غړو لۀ بایډن څخه د تخلیې ماموریت د چټکتیا غوښتنه کړې 

د کانګرس دغه ۸۲ غړو چې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو استازي په کې دي په یو لیک کې له امریکایي ولسمشر جوبایډن غوښتنه کړې چې تېرو شلو کلونو کې هغو افغانانو چې امریکا سره یې مرسته کړې له افغانستانه د تخلیې پروګرام چټک کړي.

 

(2022 / 2 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا کانګرس ۸۲ غړو د دې هېواد له ولسمشر جو بایډن غوښتي، چې له افغانستان څخه د تخلیې عملیات چټک کړي.

د کانګرس دغه ۸۲ غړو چې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو استازي په کې دي په یو لیک کې له امریکایي ولسمشر جوبایډن غوښتنه کړې چې تېرو شلو کلونو کې هغو افغانانو چې امریکا سره یې مرسته کړې له افغانستانه د تخلیې پروګرام چټک کړي.

په لیک کې ویل شوي، چې د ویزو تر پروسس دې د امریکا حکومت په درېیمو هېوادونو کې هغه پوځي مرکزونو ته پراختیا ورکړي چې افغانان په کې ساتل کېږي.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي، چې ستونزمن وضعیت سره سره امریکا له افغانستانه زیات شمېر افغانانو په انتقال توانېدلې ده.

اړوند موضوعات: 

امریکا وایي د قطر له همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناشونی ؤ

د کانګرس دغو غړو په داسې مهال له بایډن دغه غوښتنه کړې چې تازه طالبان او قطر د تخلیې عملیاتو د الوتنو پیلولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

Leave a reply