د کشمیر مسله دې د ملګري ملتونو د قرارداد مطابق هواره شي: د پاکستان فوځ سر لښکر غوښتنه

0
51

باغی ټي وی رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه وئيلي دي چې دکشمير مسله دې دملګرو ملتونو دقراردادونو سره سه هواره کړې شي.
د پاکستان فوځ د ویاندې ادارې آئي اېس پي آر لخوا د كشمير د يووالي ورځې په مناسبت د آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه يو بيان جاري كړے شوے دې.
په دې بیان کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د کشمیریانو د خود ارادیت حق لپاره د مبارزې په خاطر د هغوی قدرداني کړې ده او د هغوی ملاتړ او حمایت ی کړې دې.
جنرل قمر جاويد باجوه وئيلي دي چې مقبوضه کشمير کښې دبشري حقونو خلاف ورزي روانه ده، هغه زیات کړې چې د مقبوضه کشمير اولس په زړورتيا د هندوستان د ظلمونو مقابله کوي.
دپوځ سرلښکر وويل اوس وخت رارسيدلى چې په مقبوضه کشمير کې روان انساني غميزه ختمه کړل شي اؤ دکشمير مسله دکشميريانو د هيلو اؤ دملګرو ملتونو دقراردادونو سره سمه هواره شي.

Leave a reply