د امریکا د دفاع وزارت وايي چې پر کابل هوایي ډګر د برید مخنیوي ممکن نۀ ؤ  

0
60

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې پر کابل هوایي ډګر د برید مخنیوي ممکن نۀ ؤ  

د پنټاګون د څېړنو ټیم دغه راز ویلي، چې د چاودنې په ځای کې د ډزو غږونه هغه اخطاریه ډزې وې چې امریکايي او برېټانوي پوځیانو کړي وو، خو په دې ډزو کې نه څوک وژل شوي او نه هم ټپیان شوي دي.

 

(2022 / 2  / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا دفاع وزارت وایي، د تېر کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه پر کابل هوايي ډګر د داعش ډلې ځانمرګي برید په اړه تازه مالومات شریک کړي دي.

پنټاګون ویلي، چې په دې برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي دي. هغه مالومات چې پنټاګون ترلاسه کړي ښيي، چې بریدګر له شاوخوا نهه کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو څخه کار اخیستی و او په چاودېدونکو توکو یې بیرنګونو دانې کارول شوي وو.

په راپور کې راغلي، د دې احتمال شته چې د داعش ځانمرګی د طالبانو او نورو امنیتي پوستو له لارې نه بلکې له کومې بلې لارې په تېرېدو د هوايي ډګر دروازې ته ځان رسولی وي. پنټاګون دا هم ویلي، چې داسې ښکاري طالبان له دې برید څخه خبر نه و.

دوی وایي، چې پر کابل هوایي ډګر د برید مخنیوی ځکه ممکن نه و چې په زرګونه خلک هلته راټول و.

د پنټاګون د څېړنو ټیم دغه راز ویلي، چې د چاودنې په ځای کې د ډزو غږونه هغه اخطاریه ډزې وې چې امریکايي او برېټانوي پوځیانو کړي وو، خو په دې ډزو کې نه څوک وژل شوي او نه هم ټپیان شوي دي.

پر کابل د طالبانو واکمېدو سره هم‌مهال دا لومړی برید و چې د داعش ډلې له‌خوا پر کابل هوایي ډګر وشو.

امریکا تر دې وړاندې د یاد ځانمرګي بریدګر په اړه مالومات هم خپاره کړي وو، او یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې دغه بریدګر د طالبانو له خوا له بګرام زندان څخه خوشې شوی و.

Leave a reply