خپلواکي او آزادي د کشمیر مسلمانانو حق دې: صدر پاکستان

0
95

باغی ټي وي رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي د خالي په ورځ د کشمیر ورځې په اړه په یو بیان کې ویلي دي چې پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو سره سم د هند د ناقانونه قبضه شوي جمو او كشمير مسئلې په سوله ايز حل كولو سره د مظلوم كشمير اولس ته د خود اراديت حق ورکولو غوښتنه کوي ۔
صدر پاکستان IIOJK هیڅکله د هند برخه نه وه او نه به شي او پاکستان د هند قانون په رسمی نه پیژني چې په ناقانونه توګه جمو او کشمیر خپله برخه بلي.
نوموړي د كشميریانو سره د یووالي ورځ په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر، د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د كشمير په اړه د پارلمان د خاص كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي، د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد، وزيرانو، د پارلمان غړي، د خارجه دفتر افسرانو او د كشمير مشرانو سره ګډون وكړو.
دکشمیریانو سره د یووالي ورځ په اړه لاریو د بهرنیو چارو وزارت مخې څخه پیل شوی او په ډي چوک پای ته ورسېد.
د اې پي پي رپورټ مطابق د غونډې ګډونوالو پلې کارډونه او بینرونه په لاس کې ول او شعارونه یې ورکول چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو سره سم د هند د ناقانونه قبضه شوي جمو او کشمیر د خلکو اخلاقي، سفارتي او سیاسي ملاتړ یې څرګند کړو غوښتنه ی وکړه چې کشمیري مسلمانانو ته دې د آزادۍ حق ورکړل شي.

صدر پاکستان وویل هغه ورځ لرې نه ده چې د کشمیر مظلوم ولس به د هند له تسلط څخه خلاصون ومومي.

Leave a reply