طالبان وايي د بیان آزادۍ ته ژمن دي؛ خو د دوی د راتګ راهیسې ۵۰ خبریالان نیول شوي دي 

0
142

طالبان وايي د بیان آزادۍ ته ژمن دي؛ خو د دوی د راتګ راهیسې ۵۰ خبریالان نیول شوي دي 

بل‌خوا د ازادو خبریالانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي ویلي، چې په وروستیو څو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او نږدې ۶۰ سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې دندو شوي دي.

 

(2022 / 2 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته نږدې ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په موقت ډول نیول شوي دي.

دغې ټولنې پرون جمعه د فبرورۍ په څلورمه نېټه په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې د خبريالانو ګواښل، احضار او خپل‌سري نيول زيات شوي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو د استخباراتي ادارې مامورینو چې په مستقيم ډول د طالبانو د رئیس الوزرا تر څارنې لاندې دي، لکه جواد سارګر چې د رسنيو د قضيو مسوول دى، په مستقيم ډول خبريالان او د رسنيو مسوولين ګواښي او ورته وايي چې کوم خبرونه بايد خپاره شي او څوک باید راوبلل شي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې دغه راز ټینګار کړی چې خبریالان باید وکولای شي چې په ازاده توګه او د نیول کېدو او شکنجې له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

بل‌خوا د ازادو خبریالانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي ویلي، چې په وروستیو څو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او نږدې ۶۰ سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې دندو شوي دي.

په ورته مهال د طالبانو حکومت بیا یادو ادعاو په غبرګون کې ویلي، چې خپاره شوي راپورونه او تشویشونه به تر غور لاندې ونیسي.

اړوند موضوعات: 

۲۰۲۱ م کال نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ځای افغانستان وښودل شو 

د ا.ا.ا حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په خپله ټوېترپاڼه لیکلي:

“اسلامي امارت د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی، خو رسنۍ هم مکلفیت لري چې بې پرې او اسلامي اوملي ارزښتونوته ژمنې وي.”

د کریمي په خبره، دوی هڅه کوي څو درسنیو په وړاندې ټول خنډونه لرې کړي، او له رسنیو هم غواړي چې درسنیو قانون ته درناوی ولري.

Leave a reply