په خیبر کې کورونا وایرس کیسونه زیات شوي، سکولونو وتړل شول
باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې انتظاميې په جمرود او باړه کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو له امله د ۲ دو سرکاري سکولونو د تړلو پرېکړه کړې ده.
د خیبر ډپټي کمشنر خیبر منصور ارشد ویلي، په جمرود کې حکومت شهید عبدالعظیم افریدي هایر سیکنڈري سکول د بندولو اعلان هم کړی دی
د باړې تحصیل هسارا شلوبر سرکاري هائي سکول هم تړل شوی دی. ډپټي کمشنر خیبر وایی چې دواړه ښوونځي د ۷ ورځو لپاره تړل شوي دي.
ضلعي افسر وایی چې په سکولونو کې انتظامي او نوره عمله او زده کوونکي په خپلو کورونو کې قرنطین شوي دي.
د خیبر ډپټي کمشنر وویل، سکولونه د ضلعې د صحت د څانګې د چارواکو په سپارښتنه تړل شوي وو. د خېبر ډپټي کمشنر وائي د سکولونو بندولو مقصد د کورونا خپريدو مخه نيول دي .
هغه په اولس غږ کړې چې عام خلق دې د کورونا مخنیوي لپاره په اصولو او قانوني باندې عمل وکړي چې دا وایرس نورو خلقو ته و نه رسي.