ذ،م: تر اوسه هېڅ کومې نړۍوالې موسیسې د افغانستان بانک ته پیسې ندي ورکړي 

0
212

ذ،م: تر اوسه هېڅ کومې نړۍوالې موسیسې د افغانستان بانک ته پیسې ندي ورکړي 

د هغه په خبره، د افغانستان نړیوال بانک کې ۳۰ میلیونه ډالر بند پاتې دي چې په باور یې نه‌دي توانېدلي هغه په افغانیو بدل کړي، او له افغانیو پرته د کارونو مخ ته وړل ناشوني دي.

 

(2022 / 2 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو حکومت په افغانیو د ډالرو د تبادلې په اړه  د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر څرګندونې رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په افغانیو د ډالرو دبدلون په برخه کې د مرکزي بانک د ناتوانۍ ادعا حقیقت نه‌لري او تر اوسه له ملګرو ملتونو یا کوم بل ادرسه مرکزي بانک ته پیسې نه ‌دي ورکړل شوي.

ښاغلي مجاهد په خپله ټوېترپاڼه لیکلي:

“تر اوسه د ملګروملتونو یا کوم بل ادرس څخه مرکزي بانک ته پیسې نه دي ورکړل شوې، کنه مرکزي بانک بې له شکه دهرڅومره ډالرو د اخیستلو او دافغانیو د ورکړې توان لري.”

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر عبدالله الدرداري ویلي وو چې د افغانستان بانک نه‌شي کولی دغه پيسې په افغانۍ واړوي.

نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو ۱۳۵ میلیون امریکايي ډالر دغه هېواد ته وړي او د افغانستان نړیوال بانک ته یې سپارلي دي.

د هغه په خبره، د افغانستان نړیوال بانک کې ۳۰ میلیونه ډالر بند پاتې دي چې په باور یې نه‌دي توانېدلي هغه په افغانیو بدل کړي، او له افغانیو پرته د کارونو مخ ته وړل ناشوني دي.

Leave a reply