د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبر ورکړی چې ښایي ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالان دغۀ هېواد کې حملې لا زیاتې کړي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبر ورکړی چې ښایي ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالان دغۀ هېواد کې حملې لا زیاتې کړي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې بلوڅ بېلتونپالو د بلوچستان په بنجګور کې د پاکستاني پوځيانو په څو اډو بریدونه وکړل او په لسګونه پاکستاني عسکر یې ووژل.
(2022 / 2 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شیخ رشید ویلي چې پاکستاني طالبانو افغانستان کې لۀ ناټو پاتې وسلو ته لاس رسی پیدا کړی.
هغه خبرداری ورکړی چې دغه وسلې پرمختللې دي او پر پاکستان د نورو ډېرو ترهګریزو بریدونو احتمال شته.
دغه پاکستاني مقام ادعا کړې چې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته ننوځي او له بریدونو وروسته بېرته هغه هېواد ته اوړي.
شیخ رشید زیاته کړې چې د حکومت د هڅو سره سره د پاکستاني طالبانو سره مذاکره امکان نه لري او باید د هغوی پر وړاندې جګړه وشي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې بلوڅ بېلتونپالو د بلوچستان په بنجګور کې د پاکستاني پوځيانو په څو اډو بریدونه وکړل او په لسګونه پاکستاني عسکر یې ووژل.
د مالوماتو له مخې، د بلوچستان ايالت په پنجګوﺭ سیمه کې له ۴۴ ساعته تيريدو وروسته هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د وسله والو بريدګرو تر منځ جګړه روانه ده.
په ورته مهال د پاکستان پولیسو تایید کړې چې د خېبر پښتونخوا په نوښار کې په یوه وسله وال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل دي.
اړوند موضوعات:
ډیورند کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې یو وسلوال برید کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي دي
د دغې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی او د لسګونو امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې ده.