ډیورند کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې یو وسلوال برید کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي دي
په وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو سیمه ییز قومندان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د میر علي تحصیل په سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
(2022 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې دغې کرښې ته څېرمه د پاکستاني پولیسو پر پوسته د وسله والو په برید کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو سیمه ییز قومندان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د میر علي تحصیل په سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د پولیسو مشر ویلي چې تر پېښې وروسته یې ځواکونه د پېښې ځای ته لېږلي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. د پاکستاني طالبانو تحریک د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې ده او تر شپږو پورې پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.










Leave a Reply