د ا.ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې لۀ ازبکستان–مزارشریف– پېښوره دې د رېل پټلۍ د پروژې ځمکنۍ سروې وشي

0
248

 د ا.ا.ا کابینې پرېکړه کړې چې لۀ ازبکستان–مزارشریف– پېښوره دې د رېل پټلۍ د پروژې ځمکنۍ سروې وشي

  د یادونې ده چې پر دغې ریل پټلۍ تر اووه میلیارده ډالرو پورې لګښت راځي چې د شنونکو په باور په کال کې به د ۲۲ میلیارده ډالرو سوداګرۍ ترڅنګ زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

 

(2022 /  1 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا کابینې ټولګټو وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې له ازبیکستانه-مزارشریف او پېښور ته د ریل پټلۍ د پروژې ځمکنۍ سروې پیل کړي.

  د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د کابینې غونډه کې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون د ریاست الوزرا مرستیال وزیرانو او سرپرست وزیرانو هم ګډون کړی ؤ.

  په یاده غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ریل پټلۍ پروژې په اړه دې سروې وشي تر څو په نږدې راتلونکې کې په دې پروژه عملي کار پیل شي.

  د یادونې ده چې پر دغې ریل پټلۍ تر اووه میلیارده ډالرو پورې لګښت راځي چې د شنونکو په باور په کال کې به د ۲۲ میلیارده ډالرو سوداګرۍ ترڅنګ زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

Leave a reply