کراچۍ کې د ۱۶ کاله کم ماشومان په کورونا اخته شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ په ګډون په ټول هېواد کې د ۱۶ کالو نه کم عمره ماشومان هم په کرونا اخته شوي دي، په داسې حال کې چې د ډاکټرانو اداره وايي، په هېواد کې راتلونکې دوه تر درې اوونیو کې د کورونا وېروس د حالاتو له لحاظه ډېر خطرناک کېدای شي.
په رسنیو کې د یو رپورټ مطابق د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کراچۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۹ سلنې ته رسېدلی دی.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د پاکستان طبي ټولنې (PMA)، چې د ډاکټرانو یوه اتحادیه ده، هم په کراچۍ کې د کورونا د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په کراچۍ کې د مثبتو پېښو کچه ۴۰٪ ته رسېدلې ده، چې دا یوازې د کرونا ثبت شوې پېښې په ګوته کوي. په بیان کې ی زیاته کړه ده چې دا شمیر د غیر رجسټر کیسونه پرته دې او که غیر رجسټر هم ورسره شامل شی نو دا شمیره زیاتیدې هم شي.






