افغانستان دوره د خراب موسم له وجهې وځنډول شوه

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران د قومي امنیتي ډویژن صلاحکار ډاکټر معید د افغانستان د پایه تخت کابل دوره د خراب موسم له وجهې ځنډول شوې ده.
د سرچنیو ترمخه وس په د پاکستان د قومي سلامتیا صلاحکار ډاکټر معید په راروان ۲۶ او ۲۷ د جنورې د پایه تخت کابل دوره وکړي.
د یادونې ده چې د پاکستان د قومي سلامتیا مشیر دا دوره په داسې وخت کې تابیا شوي ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان د جنګ ځپلي اولس لپاره د ۵ ملیارده بشري مرستو اعلان کړي دې، هم دې بشري مرستې په ترڅ کې د تورخم له لارې تر ۱۸۰۰ ټنه څخه زیات غنم او هم داسې داروګان د تورخم له لارې افغانستان ته لیږل شوي دي او د حکومتی چارواکو مطابق دا بشري مرستې به هم داسې جاري وي.
هم دې مرستو په ترڅ کې تر ۲ ملیارده روپو پورې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د پاکستان ترمرستې لاندې چلیدونکي روغتونو په بیا رغونه او په دې روغتونونو کې د صحت سهولتونو او اسانتیاوو کي د زیاتوالي په مد کې خرچ کوي، په دې اړه د پاکستان د ډاکټرانو او انجنیرانو یو ټیم هم افغانستان ته سفر کړې چرته چې دا ټیم د صحت په اړه دې بشري مرستو چمتو کولو لپاره کار کوي چې د افغانستان اولس لپاره په خپل هیواد دننه د علاج سهولت په لاس راشي.

Leave a reply