۲۰۲۱ م کال نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ځای افغانستان وښودل شو
۲۰۲۱ م کال نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ځای افغانستان وښودل شو
د راپور له مخې په سوریه کې ۴۴ خبریالان، په عراق کې ۱۱۱ او په یمن کې نهه خبریالان نیول شوي دي. پر دې سربیره یو فرانسوی خبریال د اپریل له میاشتې راهیسې په مالی کې بندی دی.
(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بې سرحده خبریالانو سازمان (RSF) په خپل تازه راپور کې ویلي چې مکسیکو او افغانستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې دوه خطرناک هېوادونه دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې اووه خبریالان په مکسیکو او شپږ په افغانستان کې وژل شوي دي.
دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ د قوس په ۲۵مه خپور شو، پکې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۶ خبریالان وژل شوي دي.
بې سرحده خبريالانو دا هم ويلي، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې د رسنيو ۴۸۸ کارکوونکي بنديان دي. یمن او هند هم د خبریالانو لپاره خطرناک هیوادونه دي.
راپور وايي، په منځني ختیځ، په تېره بیا سوریه، عراق او یمن کې د نسبي ثبات له امله په ۲۰۲۱ کال کې د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو شمېر د نورو کلونو په پرتله کم شوی دی.
د بې سرحده خبریالانو ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې د نیول شویو خبریالانو شمېر ثبت کړی، خو سږ کال په نړۍ کې تر ټولو ډېر خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي.
د بیان له مخې په ۲۰۲۱ کال کې به د زنداني شویو خبریالانو په شمېر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی، چې تر ټولو لوی زیاتوالی به په میانمار، بیلاروس او هانګ کانګ کې دی.
د راپور له مخې، سږ کال د تېر په پرتله پر ښځینه خبریالانو ډېر بندیزونه لګول شوي چې له دې سره یې شمېر ۶۰ ته ورسېد.
د RSF په وینا، چین د هغو هیوادونو په لیست کې لومړی ځای لري چې ډیر شمیر ژورنالیستان لري، 127 خبریالان یې بندیان کړي چې ډیری یې په هانګ کانګ کې د امنیتي ځواکونو لخوا دي.
د راپور له مخې، میانمار په ۲۰۲۱ کال کې ۵۳ خبریالان، ویتنام ۴۳، بیلاروس ۳۲ او سعودي عربستان ۳۱ خبریالان زنداني کړي دي.
د راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو زیات وژل شوي خبریالان وژل شوي چې ۶۵ سلنه یې په قصدي توګه وژل شوي دي.
اړوند موضوعات:
زمونږ د ژوند حفاظت دې وکړې شي: د افغان خبریالانو غوښتنه
د راپور له مخې، سږ کال له ټولې نړۍ څخه ۶۵ خبریالان نیول شوي، چې ټول یې په منځني ختیځ کې دي.
د راپور له مخې په سوریه کې ۴۴ خبریالان، په عراق کې ۱۱۱ او په یمن کې نهه خبریالان نیول شوي دي. پر دې سربیره یو فرانسوی خبریال د اپریل له میاشتې راهیسې په مالی کې بندی دی.