زمونږ د ژوند حفاظت دې وکړې شي: د افغان خبریالانو غوښتنه

Afghan journalists : File Photo
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل او نور سیمو کښې افغان خبریالانو د اقوام متحده او نورو بین المللی د انساني حقونو سازمانونو نه په یو لیکلي خط کښې غوښتنه کړې چې دوی او ددوی خاندان غړو د ژوند حفاظت دې وکړې شي.
یاده دې وی چې د لیکل شوې خط ۱۵۰ خبریالانو لاس لیک کړې چې پکښې ددې خبریالانو دا ویلي چې ددوی ژوند ته خطره ده . په خط کښې ویل شوي چې نړې دې افغان خبریالان یواځي نه پریږدي ځکه چې شل کاله افغان خبریالانو د میډیا د آزادۍ لپاره آواز اوچت کړې دې.
یاده دې وی چې د افغان خبریالانو دا غوښتنه په داسې وخت کښې مخې ته راغلې چې امارت اسلامی د ټولو خلقو د معاف کولو اعلان هم کړې او ښځو ته ی هم ویلي چې دوی دې خپلې وظیفې ته راشی خو دا زیاته کړې چې ښځو ته به حقونه د اسلامی شریعت په چوکاټ کښې ورکوي.






