کابل ښاریان: د ډالرو ارزښت راټيټ شو؛ خو د توکو بیې لاهم لوړې دي
کابل ښاریان: د ډالرو ارزښت راټيټ شو؛ خو د توکو بیې لاهم لوړې دي
د هېواد اوسېدونکي وايي، اسلامي امارت دې د بیو په کنټرول کې مداخله وکړي، خلک باید متوجه کړي چې مستهلکین په لوړه بیه د توکو د اخیستو توان نه لري او نرخونه باید بیرته خپل پخواني حالت ته وګرځوي.
(2022 / 2 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نوي حکومت په راتلو سره د ډالر ارزښت د افغانۍ په مقابل کې پورته شو چې ورسره د خوراکي، سون او نورو توکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.
کابل ښاریان وایي، سره له دې چې ډالر د افغانۍ په مقابل کې خپل ارزښت راټیټ کړی، خو بیې په همغه حال دي.
د کابل ښار اوسېدونکي وایي، څو ورځې وړاندې به مو چې د بیو د لوړوالي وویل، دوکاندارانو به ویل چې ډالر لوړ شوی دی خو اوس چې ډالر هم راټيټ شو خو بیې په همغه حالت کې دي.
اړوند موضوعات:
د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د ډالرو د ارزښت لۀ راټیټېدو سره بیا هم د توکو بیې ندي راټيټې شوې
د هېواد اوسېدونکي وايي، اسلامي امارت دې د بیو په کنټرول کې مداخله وکړي، خلک باید متوجه کړي چې مستهلکین په لوړه بیه د توکو د اخیستو توان نه لري او نرخونه باید بیرته خپل پخواني حالت ته وګرځوي.