سوداګرۍ خونې لۀ هټۍوالو د نرخونو د ټیټېدو غوښتنه کړې 

0
172

سوداګرۍ خونې لۀ هټۍوالو د نرخونو د ټیټېدو غوښتنه کړې 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په داسې حال دا خبرپاڼه خپروي چې له دې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعاړو د لوړېدو سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم په بې کچې ډول پورته تللي.

 

(2022 / 2 /  5 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې تازه خبرپاڼه کې ټولو سوداګرو او هټیوالو ته خبر ورکړی چې د خوراکي او یو شمېر نور اړینو توکو د نرخو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي.

دغې خونې په خپلې خبرپاڼه کې ویلي، تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې پورته شوی او دغه چاره باید په د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي.

د خونې چارواکو د همدې خبرپانې په حواله له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته په کتو دې د خوراکي توکو د بیو برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په داسې حال دا خبرپاڼه خپروي چې له دې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعاړو د لوړېدو سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم په بې کچې ډول پورته تللي.

Leave a reply