سور صلیب وايي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي هڅې کوو
سور صلیب وايي چې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي هڅې کوو
ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په روانه اوونۍ کې وویل، د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی او د ژغورلو لپاره یې باید ژر تر ژر هلته نغدې پیسې ورسول شي.
(2022 / 2 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د افغانستان د اقتصادي سیسټم د سقوط د مخنیوي لپاره هڅه کوي.
په افغانستان کې د دې کمېټې مشر ایلوی فیلیون ویلي، هڅه کوي چې د روغتیا د برخې کار کوونکي د افغانستان خلکو ته د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کار ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي چې بشري هڅې د عامه خدماتو د سکتور د سقوط تشه نه شي ډکولی، نو ځکه دی وايي چې په افغانستان کې باید تر دې زیات کار وشي.
دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې افغانستان مو لۀ اقتصادي سقوط څخه وژغورۀ
ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په روانه اوونۍ کې وویل، د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی او د ژغورلو لپاره یې باید ژر تر ژر هلته نغدې پیسې ورسول شي.