د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې افغانستان مو لۀ اقتصادي سقوط څخه وژغورۀ

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې افغانستان مو لۀ اقتصادي سقوط څخه وژغورۀ
امیرخان متقي پرون د یو شمېر وزارتونو ویاندویانو ته په وینا کې وویل، په کور دننه مالي سرچینې سمبالې شوې دي. ده وویل، حکومت یې دولتي مامورانو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي او په خبره یې ژر به د څلورمې میاشتې هم حواله کړي.
(2022 / 1 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دوی افغانستان له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی.
امیرخان متقي پرون د یو شمېر وزارتونو ویاندویانو ته په وینا کې وویل، په کور دننه مالي سرچینې سمبالې شوې دي. ده وویل، حکومت یې دولتي مامورانو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي او په خبره یې ژر به د څلورمې میاشتې هم حواله کړي.
متقي وویل، ورځ تر بلې پر بانکي چارو فشارونه کمېږي او د نړیوالې ټولنې له خوا ورسره څو ځله نغدي مرستې هم شوي دي.
نوموړی دا ډاډ داسې مهال ورکوي چې ځینو نړیوالو بنسټونو د ژمي پر مهال افغانستان کې د بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړی دی.
اړوند موضوعات:
انټرسېپټ نشریه لیکي چې اقتصادي بندیزونه به پۀ افغانستان ډېرې اغېزې پرېباسي
ملګري ملتونه وایي، دا مهال د افغانستان شااوخوا ۲۴ میلیونه وګړي چې د نفوس څه باندې نیمایي برخه یې کېږي، د خوړو خوندیتوب نه لري.






