انټرسېپټ نشریه لیکي چې اقتصادي بندیزونه به پۀ افغانستان ډېرې اغېزې پرېباسي

انټرسېپټ نشریه لیکي چې اقتصادي بندیزونه به پۀ افغانستان ډېرې اغېزې پرېباسي
سرچینه کاږي د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان زیانمن کړي نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې بشري حقونه رعایت کړي او د افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي.
(2022 / 1 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر زیانونه واړوي.
د انټرسېپټ په نامه یوې نشريې د نړیوالو شنونکو او تحلیل کوونکو له خولې لیکلي چې امریکا په خپلو اقتصادي بندیزونو د میلیونونه افغانانو ژوند ته خطر جوړ کړی دی.
سرچینه کاږي د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان زیانمن کړي نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې بشري حقونه رعایت کړي او د افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو رسنیو په خپلو تحلیلونو کې ویلي چې امریکا دې به افغانستان کې د روان ناورین د پراختیا سبب نه ګرځي او له خلکو سره دې هر اړخیزه مرسته وکړي.
اړوند موضوعات:
افغانستان نه دې اقتصادي بندیزونه لرې کړې شي: مولوی امیرخان متقي
افغان حکومت هم په ځلونو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه ورکړي چې افغانان په خپل هېواد کې سوکاله او ارام ژوند غوره کړي.






