نیویارک ټایمز: هره ورځ سلګونه کسان هڅه کوي ایران ته له قاچاقي لارو واوړي

نیویارک ټایمز: هره ورځ سلګونه کسان هڅه کوي ایران ته له قاچاقي لارو واوړي
نیویارک ټایمز نشریې له زرنج ښار په یوه راپور کې ویلي، چې په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان شاوخوا یو میلیون کسان وتلي دي او لا هم سلګونه کسان هڅه کوي له قاچاقي لارو ګاونډیو هېوادونو ته واوړي.
(2022 / 2 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نیویارک ټایمز نشریې له زرنج ښار په یوه راپور کې ویلي، چې په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان شاوخوا یو میلیون کسان وتلي دي او لا هم سلګونه کسان هڅه کوي له قاچاقي لارو ګاونډیو هېوادونو ته واوړي.
راپور وايي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده نو له همدې امله زرګونه افغانان هڅه کوي د کار او مزدورۍ پیدا کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو یا اروپا ته ځانونه ورسوي.
بلخوا اروپايي هېوادونو اندېښنه ښوودلې چې ښایي د هوا په ګرمېدو سره لا ډېر کډوال له افغانستان د اروپايي هېوادونو په لور وخوځېږي.
ایران ته اوښتونکو مسافرو بیا ویلي، چې د ایراني حکومت له سخت ناوړه چلند سره مخ کېږي او ان په ځينو مواردو کې پر مسافرو ډزې کوي او وژني یې.
اړوند موضوعات:
سټرایټرز نشریه لیکي چې زرګونه افغان کډوال لا هم امریکا کې بې برخلیکه دي
ایران بیا په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د پیدا کولو او را اړولو عملیات پيل کړي دي او هڅه کوي دوی بېرته افغانستان ته راولېږي.




