د اوکراین وروستی وضعت ؛ امریکا ویلي چې سیمې ته به ۳ زره عسکر ولېږي

د اوکراین وروستی وضعت ؛ امریکا ویلي چې سیمې ته به ۳ زره عسکر ولېږي
امریکا او ملګري هېوادونه یې ادعا کوي چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي او دغه هېواد له ځان سره مدغم کړي، خو روسیه بیا دا ادعا ردوي او وايي دوی د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښنې لري.
(2022 / 2 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین پر سر له ناندریو سره هممهاله امریکا اروپا ته د ۲ زرو عسکرو د لېږلو امر کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا حکومت ویلي چې د تازه پرېکړې له مخې به شاوخوا ۲ زره عسکر المان ته او زر کسه نور پولنډ ته لېږي. همدا راز به په آلمان کې مېشت زرګونه عسکر رومانیا ته ولېږل شي.
امریکا ویلي دوی هڅه کوي د خبرو له لارې ستونزه حل شي، خو که مسکو خبرو ته لومړیتوب ور نه کړي نو امریکا د هر ډول اقدام تیاری لري.
اړوند موضوعات:
د اوکراین د مسئلې د حل لپاره ديپلوماتیکې هڅې ډېرې شوې دي
امریکا او ملګري هېوادونه یې ادعا کوي چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي او دغه هېواد له ځان سره مدغم کړي، خو روسیه بیا دا ادعا ردوي او وايي دوی د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښنې لري.






