افغانستان کې امریکا او متحدینو یې تر شا ناورین پرېښود

افغانستان کې امریکا او متحدینو یې تر شا ناورین پرېښود
په مطلب کې راځي چې دمګړۍ میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري، اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او په دغه هېواد کې اندېښنې او ناهیلۍ ډېرې شوې دي.
(2022 / 2 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ستراتېژیک پالیسي په نامه یوې نشریې په افغانستان کې روان وضعیت او د امریکا شل کلن ماموریت ته کتنه کړې ده.
سرچینه وایي سره له دې چې امریکا او ملګرو یې افغانانو ته د پرمختللي افغانستان د جوړولو وعدې ورکړې وې، خو اوس د دوی له وتلو وروسته ښکاره شوه چې څومره پخپلو ژمنو کې رښتیني وو.
په مطلب کې راځي چې دمګړۍ میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري، اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او په دغه هېواد کې اندېښنې او ناهیلۍ ډېرې شوې دي.
سرچینه کاږي امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې یوازې یو انساني او بشري ناورین تر شا پرې اېښی دی.
د سرچینې په خبره اوس ددې وخت دی چې نړیوال له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.






