امریکايي او قطري چارواکو یو ځل بیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

امریکايي او قطري چارواکو یو ځل بیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي
بلخوا دغه قطري رسنۍ وایي چې امریکا قطر ته د کابل او واشنګټن ترمنځ د درېمګړي په سترګه ګوري او هڅه کوي دلته شته ستونزې د دوحې په مرسته حل کړي او اړیکې ادامه ولري.
(2022 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوې قطري رسنۍ خبر ورکړی چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د امریکا د کانګریس له غړو سره کتلي دي او د لیدنې موضوع هم افغانستان او دلته روان وضعیت و.
راپورونه وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې شوي دي او همدا راز له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو د دوام پر لارو چارو بحث شوی دی.
دواړو لورو ټينګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره به په دې سختو شرایطو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.
اړوند موضوعات:
امریکا او قطر پر افغانستان خبرې کړې دي
بلخوا دغه قطري رسنۍ وایي چې امریکا قطر ته د کابل او واشنګټن ترمنځ د درېمګړي په سترګه ګوري او هڅه کوي دلته شته ستونزې د دوحې په مرسته حل کړي او اړیکې ادامه ولري.




