د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونو  ګډه ناسته؛ دغۀ ناسته کې یو لړ مهمو موضوعاتو باندې هوکړه شوې

0
116

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونو  ګډه ناسته؛ دغۀ ناسته کې یو لړ مهمو موضوعاتو باندې هوکړه شوې

تیره ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ او د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمدصادق خان په ملتیا یو پلاوی کابل ته راغلی او دلته یې د افغان کابینې له یو شمېر غړو سره د لیدنې ترڅنګ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت رهبرۍ پلاوي او خصوصي سکتور استازو سره هم تخنیکي ناسته کړې ده.

 

(2022 /  1 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسئولینو په کابل کې د ناستې پرمهال په یو لړ موضوعاتو د بحث پرمهال پاکستان ته د افغانستان په صادرېدونکو ۱۸ قلمه توکو محصول معاف کړی دی.

تیره ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ او د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمدصادق خان په ملتیا یو پلاوی کابل ته راغلی او دلته یې د افغان کابینې له یو شمېر غړو سره د لیدنې ترڅنګ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت رهبرۍ پلاوي او خصوصي سکتور استازو سره هم تخنیکي ناسته کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې د خصوصي سکتور په استازولۍ د «ګډې» خونې د مديره پلاوي رئيس خان جان الکوزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي سرپرست رئیس محمد يونس مومند او د ګډې خونې اجرائیوي رئیس نقيب الله صافي ګډون کړی وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د غونډې په جریان کې په لاندې اتو مواردو بحث شوی چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

۱ـ د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان د مرکزي بانک د وارداتو د بريښنايى فورمى يا EIF شرط ختم کړل شو.
٢- د بانکونو د بيا فعاليدلو پورى به په بارتر توګه سوداګري ترسره کيږي
٣- د افغانستان په اتلس قلمه صادراتي توکو باندى د پاکستان لخوا د محصول معاف کيدل.
٤-دوه اړخيزه مشترکه پانګونه بايد تشويق کړل شي او ددى لپاره بايد دواړه هيوادونه خپله پاليسي واضحه او اسانه کړي.
٥- د زراعت او کرهڼى سکتور بايد تقويه کړل شي ترڅو دوه اړخيزه سکتور د يو بل سره په نوي تيکنالوجي کى مرسته وکړي
٦- په کراچى بندر کې بايد افغان مالونو ته هر اړخيزه اسانتياوې برابرې کړل شي
٧- په بندرونو کى تخنيکي ستونزى بايد له نږدي وڅارل شي او بايد د دايم لپاره ختمى شي
٨- دوه اړخيزه ټرکونو د تګ راتګ لپاره بايد زر تر زره يو ميکانيزم جوړ کړل شي
په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې مسئولین په کابل کې ناسته کوي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په لاره کې پرتو ستونزو په اړه خبرې او بحثونه کوي.

Leave a reply