برېټانیا وایي هغه برخې له بندیزونو معاف دي چې افغانستان ته بشردوستانه مرستې رسوي

0
171

برېټانیا وایي هغه برخې له بندیزونو معاف دي چې افغانستان ته بشردوستانه مرستې رسوي

برېټانیا تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي دغه هېواد ته د بشري مرستو په رسونه کې اسانتیاوې راولي او په خپله هم په ځینو مواردو کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

 

(2022 / 1 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

برېټانوي رسنۍ وایي، د برېټانیا حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې اسانتیاوې راولي.

سرچینه وایي له همدې امله برېټانیا ددې ملاتړې ده چې محدودیتونه بشري برخې او هغه برخې زیانمنې نه کړي چې بشردوستانه خدمات وړاندې کوي.

برېټانیا تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي دغه هېواد ته د بشري مرستو په رسونه کې اسانتیاوې راولي او په خپله هم په ځینو مواردو کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو او ناخوالو سره مخ دی چې د امریکا او غربي هېوادونو بندیزونو دا ستونزې لا پراخې کړې دي او عام افغانان یې له سخت وضعیت سره مخ کړي دي.

Leave a reply