م،م: تر دوه زرو ډیر ماشومان د حوثی یاغیانو پۀ لیکو کې وژل شوي 

0
84

م،م: تر دوه زرو ډیر ماشومان د حوثی یاغیانو پۀ لیکو کې وژل شوي 

ملګرو ملتونو د حوثي یاغیانو دا چاره د بشري حقونو نقض ګڼلی دی او پر دغه ډله یې غږ کړی چې د کم عمره ماشومانو ژوند ته دې خطرونه نه جوړوي.

راپور وایي چې حوثیانو له او تر اتلسو کلونو پورې کمعمره ماشومان په خپلو لیکو کې ګومارلي دي.

(2022 / 1 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ملګري ملتونه وايي په تېر یوه کال کې په یمن کې سلګونه داسې ماشومان وژل شوي چې د حوثي یاغیانو له لوري په پوځي لیکو کې ځای پر ځای شوي وو.

د ملګرو ملتونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه په یمن کې شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومان د حوثي یاغیانو په لیکو کې وژل شوي دي.

دغه راپور وایي چې لسګونه ماشومان لا هم د حوثي یاغیانو له لوري د جګړو په لیکو کې ګومارل کېږي او دوی ته په کمپونو کې د وسلو د کارونې روزنه ورکوي.

Leave a reply