امریکا او قطر پر افغانستان خبرې کړې دي 

0
89

امریکا او قطر پر افغانستان خبرې کړې دي 

رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د امریکا د خزانې وزارت استازي والي اډیمو له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان پر وروستي وضعیت ځانګړې توګه له دغه هېواد سره پر بشري مرستو خبرې اترې کړې دي.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا خزانې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په اړه له قطري چارواکو سره د خپل یوه لوړپوړي استازي د لیدنې خبر ورکړی دی.

رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د امریکا د خزانې وزارت استازي والي اډیمو له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان پر وروستي وضعیت ځانګړې توګه له دغه هېواد سره پر بشري مرستو خبرې اترې کړې دي.

اړوند موضوعات: 

د قطر او امریکا لوړ پوړو چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

راپور د امریکایي چارواکو له قوله کاږي، چې اډیمو د قطر د لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز التهاني په ګډون له یو شمېر نورو مهمو دولتي چارواکو سره کرونا سره پر مبارزې، د افغان ملي پانګې پر ازادولو او نورو پام وړ موضوعاتو ګټورې خبرې کړې دي.

په همدې حال کې دواړو لوریو له غیرقانوني پانګونې سره پر مبارزې هم ټنیګار کړی دی.

Leave a reply