۴۰ امریکايي سناتورانو لۀ بایډن څخه غوښتي چې د امریکا کنګل شوې شتمني آزداه کړي

0
228

۴۰ امریکايي سناتورانو لۀ بایډن څخه غوښتي چې د امریکا کنګل شوې شتمني آزداه کړي

بزنیس انسایډر د امریکایي قانون جوړونکو له قوله ویلي چې که چېرته بایډن د افغانستان مالي شتمني ازاده نه کړي او ورسره همکارۍ پراخې نه کړي نو ممکن امریکا یو ځل بیا له ډېر سخت امنیتي ګواښ سره مخ شي.

 

(2022 / 1 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په دې وروستیو کې دریو امریکایي قانون جوړونکو د یو لیک له لارې له ولسمشر جوبایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي، څو په دغه هېواد کې د روان بشري او اقتصادي بحران د لا پراختیا مخه ونیول شي.

د بزنیس انسایډر په خبره تر اوسه پورې ۴۰ امریکایي قانون جوړونکو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له بایډن څخه د دغه هېواد د مالي شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده خو بایډن تر اوسه پورې په دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.

د راپور له مخې، بایډن په دې توګه له هغو ژمنو سرغړونه کوي کوم چې یې د امریکایي سرتېرو تر وتلو مخکې کړې وې او ویلي یې وو چې له افغانستان څخه د وروستي امریکایي پوځي تر وتلو وروسته به هم امریکا له دغه هېواد سره خپلې مرستې دوامداره وساتي او اجازه به ورنه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو پر پټنځای بدل شي.

اړوند موضوعات: 

 د امریکا کانګریس لۀ امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمنۍ دې آزادې کړل شي؛ د ا.ا.ا يې هر کلی کړی دی 

بزنیس انسایډر د امریکایي قانون جوړونکو له قوله ویلي چې که چېرته بایډن د افغانستان مالي شتمني ازاده نه کړي او ورسره همکارۍ پراخې نه کړي نو ممکن امریکا یو ځل بیا له ډېر سخت امنیتي ګواښ سره مخ شي.

Leave a reply