د امریکا کانګریس لۀ امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمنۍ دې آزادې کړل شي؛ د ا.ا.ا يې هر کلی کړی دی 

0
154

د امریکا کانګریس لۀ امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمنۍ دې آزادې کړل شي؛ د ا.ا.ا يې هر کلی کړی دی 

‏نوموړي زياته کړې چې د افغانستان د شتمنيو کنګل کېدل او د بانکي سیسټم کې ستونې د بشري ناورین لامل ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس غړو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادیدو غوښتنه کړې ده.

 

(2021 / 12 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د کنګل شوو پيسو د خلاصولو په اړه د امريکا کانګرس د ځينو غړو د غږ پورته کولو هر کلى وکړ.

د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دوى په نړيواله کچه د ورته غږونو پورته کولو غوښتونکي دي.

‏نوموړي زياته کړې چې د افغانستان د شتمنيو کنګل کېدل او د بانکي سیسټم کې ستونې د بشري ناورین لامل ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس غړو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادیدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د کانګرس یو شمیر غړو پرون ویلي چې د افغانستان خلک چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا تر څنګ مبارزه کړې، د قحطۍ او اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي.

اړوند موضوعات: 

 د امریکا کانګریس یو شمېر غړو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي 

د امریکا د کانګرس نهو غړو د یوه لیک په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ته ویلي چې د بشري کړکیچ مخنیوی قاطع اقدام ته اړتیا لري.

Leave a reply