د تصفیې کمیسیون: تر اوسه مو پۀ سلګونو کسان لۀ خپلو لیکو لرې کړې دي

د تصفیې کمیسیون: تر اوسه مو پۀ سلګونو کسان لۀ خپلو لیکو لرې کړې دي
دوه مياشتې وړاندې د صفونو د تصفيې کميسیون هغه مهال رامنځ ته شو، چې د اسلامي امارت یو شمېر سرتیري د خلکو په ځورولو، خپلسریو، له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې او وهلو ټکولو لاس پورې کړ.
(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د صفونو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطف الله حکیمي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د اسلامي امارت له لېکو ۱۵۸۴نامطلوب کسان اېستل شوي دي.
حکیمي وايي، په دې برخه کې له جديت کار اخلي او د هېچا خاطر نه کوي. د حکيمي په خبره له پوځي ليکو نه په اېستل شويو کسانو کې ځينو له داعش ډلې سره اړيکې لرلې، ځینو نور له خلکو سره په ناوړه چلن تورن وو او پاتې نور د ا.ا له اصولو سرغړونه کوله.
د صفونو د تصفيې کميسيون مشر وايي، عام خلک دې، دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، تر څو د ا.ا پوځي لیکو نه ورانکاري او نامطلوب کسان وباسي.
اړوند موضوعات:
د صفونو د تصفیې کمیسیون رئیس وايي چې د ا.ا پۀ اردو کې د نفوذي کسانو شتون نشو ردولی
دوه مياشتې وړاندې د صفونو د تصفيې کميسیون هغه مهال رامنځ ته شو، چې د اسلامي امارت یو شمېر سرتیري د خلکو په ځورولو، خپلسریو، له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې او وهلو ټکولو لاس پورې کړ.






