د شهید شوو پولیس اهلکارو بچو سره مالي مرستې وشوې

0
211

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر ډي پي او(ضلعي پولیس آفیسر) وسيم رياض په یو بیان کې وئيلي دي چي د ضم شوي ضلعو په تاريخ کښي په اولني ځل د خيبر پوليس اهلکارو ورثاؤ ته چي په دوه مختلفو پيښو کښي شهيد شوي وو د يو کروړ روپو نغدې مرستې ورکړے شوې.

ډي پي او خيبر د ضم شوي ضلعو په تاريخ کښي په اول ځل د شهید اهلکار مامور او نیاز محمد بچو ته د یو کروړ روپو چيکونه ورکړل. په دې موقع ډي پي او د شهيدانو بچي ځان ته رانزدې کړل،غیږ ی ورکړه او وې ويل چې شهيدان تل ژوندي وي. هغه اوویل چې د خېبرپښتونخوا پوليس به د شهيدانو كورنۍ هيڅكله هيرې نه كړي او د هغوي سره به مرستې جاري ساتي ځكه چې دوي زمونږ ویاړ او فخر دې.
هغه زیاته کړه چې دا به زموږ لومړیتوب وي چې د دوی له وارثانو سره څومره چې ممکنه وي همکاري وکړو او دوی به کله هم یواځي نه پریږدو.هغه زیاته کړه چې دا یو کروړ چیک د انسانانو بدل نشي کیدی مګر دا د دوی اړتیاو پوره کولو کې مرسته کولی شي ۔

Leave a reply