واکس نشريې د یو مطلب پر خپرولو ویلي چې د امریکا پالیسي افغانستان کې ناورین لا ډېروي
واکس نشريې د یو مطلب پر خپرولو ویلي چې د امریکا پالیسي افغانستان کې ناورین لا ډېروي
سرچینه وايي چې په دغه هېواد کې د خلکو اقتصاد مخ پر ځوړ دی، بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د امریکا اوسنۍ پالیسي ددې ناورین له لا پراختیا او ژورېدو سره مرسته کوي.
(2022 / 1 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا پالیسۍ به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژور کړي.
د واکس په نامه یوې امریکايي نشریې په یوه اوږده راپور کې په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده. سرچینه وايي چې په دغه هېواد کې د خلکو اقتصاد مخ پر ځوړ دی، بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د امریکا اوسنۍ پالیسي ددې ناورین له لا پراختیا او ژورېدو سره مرسته کوي.
سرچینه کاږي امریکا ته په کار ده چې په دې حساسو شرایطو کې ژر تر ژره له افغانانو سره د مرستو لړۍ پیل کړي او د دوی کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
اړوند موضوعات:
کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د امریکا د بندیزونه پۀ خلاف لاریون کړی دی
نشریه پر امریکا نیوکه کوي چې د هر څه تر اټکل او تحلیل مخکې یې د افغانستان په اړه بېړنی اقدام وکړ او په دغه هېواد کې یې ناورین تر شا پرېښود.