کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د امریکا د بندیزونه پۀ خلاف لاریون کړی دی
کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د امریکا د بندیزونه پۀ خلاف لاریون کړی دی
دوی پر امریکا غږ کوي چې کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
وروسته له هغه چې نوې حکومت د واک واګې تر لاسه کړه امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړې ده.
(2021 / 12 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د امریکا د بندیزونو پر وړاندې لاریون کړی دی.
دوی وایي چې امریکا دې افغانانو ته د ژوند کولو اجازه ورکړي او پر دغه هېواد دې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
افغان مېرمنې وایي چې د امریکایي حکومت د فشارونو او بندیزونو له امله افغانانو ته ژوند سخت شوی دی او دلته یې وضعیت ترینګلی کړی دی.
لاریون کوونکې مېرمنې په دې باور دي چې امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانانو پر حقونو سترګې پټوي او اقتصادي فشارونو ته یې مخه کړې ده.
دوی پر امریکا غږ کوي چې کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
اړوند موضوعات:
د امریکا کانګریس یو شمېر غړو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي
وروسته له هغه چې نوې حکومت د واک واګې تر لاسه کړه امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړې ده.
افغان حکومت په ځلونو له امریکا ددې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده.