یو ځل لسګونو امریکايي سناټورانو لۀ بایډن نه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي

0
171

یو ځل لسګونو امریکايي سناټورانو لۀ بایډن نه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي 

امریکايي سناتوران داسې مهال د افغانستان د کنګل شویو پيسو د ازادولو غوښتنه کوي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناروین په تړاو اندېښنې د هرې ورځې په تیرېدو سره لاپسې ډیریږي.

 

(2022 / 1 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

لسګونه امریکایي ډموکراټ سنارتورانو د دغه هېواد ولسمشر جوبایدن ته د یوه لیک په استولو سره یو ځل بیا له هغه غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ډېره برخه خوشې کړي.

د امریکا د کانګرس دغو غړو ویلي، امریکا دغه پیسې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولیو له لارې باید په داسې ډول افغانانو ته ورسول شي چې د طالبان لاسته ورنه شي.

په دغه لیک کې چې د ۴۰ ډموکرات سناتورانو له خوا لیکل شوی او ۱۳ سنارتورانو په کې لاسلیک کړی ویل شوي چې د دغه پانګې د انتقال لپاره باید یو ځانګړی خصوصي بانک جوړ شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پیسو د مدیریت لپاره د یوه خصوصي بانک د جوړېدو په اړه څه نه وایي، خو د امریکایي سناتورانو له دې غوښتنې هرکلی کوي.

په همدې حال کې یو شمېر امریکایي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دې هېواد د کورني امنیت وزیر الخاندرو مایورکس ته د یوه لیک په استولو سره له هغوی غوښتي چې د هغو افغانانو ته د بشر دوستانه ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي چې د وېزې غوښتنه یې کړې.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې د محکمو تر پرېکړې وروسته ښايي د افغانستان کنګل شوې شتمني د د سبټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي 

امریکايي سناتوران داسې مهال د افغانستان د کنګل شویو پيسو د ازادولو غوښتنه کوي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناروین په تړاو اندېښنې د هرې ورځې په تیرېدو سره لاپسې ډیریږي.

Leave a reply