امریکا وايي چې د محکمو تر پرېکړې وروسته ښايي د افغانستان کنګل شوې شتمني د د سبټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي

امریکا وايي چې د محکمو تر پرېکړې وروسته ښايي د افغانستان کنګل شوې شتمني د د سبټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي
وېسټ وايي چې امریکایان په افغانستان کې د روان بشري ناورین، د ښځو او لږکیو حقونو او د طالبانو د عمومي عفوې د پلې کېدو په ګډون د یو شمېر مسایلو په تړاو له هغوی سره اړیکه کې دي او خبرې ورسره کوي.
(2022 / 1 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وايي د افغانستان د کنګل شویو پيسو یوه برخه ښايي د محکمو له پرېکړو وروسته د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکړل شي خو وايي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره اوس مهالویش نه لري، خو غواړي له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو مخکې د طا لبانو له لورې ځیني اقدامات وویني.
نوموړي وویل د طالبانو تر بیرغ لاندې افغانستان سره یې د هیواد چلند د طا لبانو په کړو، وړ پورې تړلی.
وېسټ وايي چې امریکایان په افغانستان کې د روان بشري ناورین، د ښځو او لږکیو حقونو او د طالبانو د عمومي عفوې د پلې کېدو په ګډون د یو شمېر مسایلو په تړاو له هغوی سره اړیکه کې دي او خبرې ورسره کوي.






