د اسټرالیا لۀ خوا نورو افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې اعلان؛ څلورو کلونو کې به ۱۵ زره افغانانو ته ويزې ورکړل شي

د اسټرالیا لۀ خوا نورو افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې اعلان؛ څلورو کلونو کې به ۱۵ زره افغانانو ته ويزې ورکړل شي
د استرالیا د مهاجرینو، تابعیت، د مهاجرت د خدمتونو او ګڼ کلتوري چارو وزیر الېکس هاک وویل استرالیا ته د افغانانو دمهاجرت په پروګرام کې دغه زیاتوالی په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت پر وړاندې د استرالیا د مسوولیت منلو ژمنه څرګندوي.
(2022 / 1 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د استرالیا حکومت اعلان کړی چې پنځلس زره افغانان به د څلورو کلونو په موده کې د بشري خواخوږۍ او کورنیو د ویزو د پروګرام له لارې ومني.
لس زره کسانو ته به استرالیا ته د بشري دلایلو له وجې د مهاجرت پروګرام له لارې او پنځه زره نورو ته په استرالیا کې د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خوا د مالي تضمین له لارې ویزې ورکړل شي.
د استرالیا د مهاجرینو، تابعیت، د مهاجرت د خدمتونو او ګڼ کلتوري چارو وزیر الېکس هاک وویل استرالیا ته د افغانانو دمهاجرت په پروګرام کې دغه زیاتوالی په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت پر وړاندې د استرالیا د مسوولیت منلو ژمنه څرګندوي.
اړوند موضوعات:
پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د مهاجرت کارتونه وېشلي دي
استرالیا د تیرکال په اګست میاشت کې د ۳۰۰۰ افغانانو د منلو اعلان کړی و. هاک زیاته کړې استرالیا د تېرکال د اګست په میاشت کې د ۳۰۰۰ افغانانو د منلو لپاره چمتووالی ښودلی و چې دغه شمېره اوس ۱۵۰۰۰ زرو ته لوړه شوه، هغه ویلي حکومت به د ویزو د پروسس په بهیر باندې نظارت کوي او ښايي په راتلونکو کلونو کې دغه شمیره نوره هم زیاته کړي.






