پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د مهاجرت کارتونه وېشلي دي

پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د مهاجرت کارتونه وېشلي دي
د سرچینې په خبره دا ځيرک کارټونه دي چې د افغان کډوالو ځای ځایګی ښيي او نړیوالې مرستندویه موسسې به وکړی شي چې پر وخت له دغه کسانو سره د روغتیايي او نورو اړینو توکو مرسته وکړي.
(2022 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان حکومت وايي چې دوی د شاوخوا ۱،۲ میلیونه افغانانو د تثبیت چارې پيل کړې وي او د دوی معلومات یې نوي کړي دي.
د سرچینې په خبره په همدې لړ کې یې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته نوي کارتونه وېشلي دي.
بلخوا د کډوالو نړیوالې ادارې هم ویلي چې له پاکستان سره یې په دې چاره کې مرسته کړې ده، څو په دې توګه اسانتیاوو ته د افغان کډوالو لاسرسی اسانه شي.
د سرچینې په خبره دا ځيرک کارټونه دي چې د افغان کډوالو ځای ځایګی ښيي او نړیوالې مرستندویه موسسې به وکړی شي چې پر وخت له دغه کسانو سره د روغتیايي او نورو اړینو توکو مرسته وکړي.






