سټرایپیز نشریه لیکي چې افغانان لۀ سخت ژمي او اقتصادي ناورین سره مخ دي

سټرایپیز نشریه لیکي چې افغانان لۀ سخت ژمي او اقتصادي ناورین سره مخ دي
د سرچینې په خبره بشردوستانه مرستې د افغانستان ستونزه د تل لپاره نه شي حل کولی او د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی نه کوي.
(2022 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانان له سخت ژمي او اقتصادي ناورین سره مخ دي. سټار انډ سټرایپیز نشریې په یوه راپور کې د افغانستان روان وضعیت ته کتنه کړې ده.
سرچینه کاږي چې له یوې خوا خورا سخت ژمی او له بلې خوا د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت هغه څه دي چې ناورین پراخولی شي.
سرچینې د عامو وګړو او نړیوالو مرستندویه موسسو له خولې لیکلي چې ښايي وضعیت تر دې هم بدتر شي.
دغه نشریه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو له خولې لیکي، چې د اړمنو کسانو پر شمېره ورځ تر بلې ورزیاتېږي او د افغانستان مشکل اساسي حل ته اړتیا لري.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د ژمي سختېدو سره سم افغانستان کې ناورین نیږدې شوی
د سرچینې په خبره بشردوستانه مرستې د افغانستان ستونزه د تل لپاره نه شي حل کولی او د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی نه کوي.






