ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د ژمي سختېدو سره سم افغانستان کې ناورین نیږدې شوی 

0
317

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د ژمي سختېدو سره سم افغانستان کې ناورین نیږدې شوی 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې دوی اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي، خو سختو ورښتونو د ګڼو ولایتونو لارې بندې کړې چې له دې وروسته به ډېری خلک د مرستو له رسېدو ناهیلي شي.

 

(2022 / 1 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي سخت ژمي په افغانستان کې بشري ناورین نور هم شدید کړی دی.

د ملګرو ملتونو پر رسمي وېب پاڼه په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او روان ژمی دا وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي.

سرچینه کاږي چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده چې ښایي بېوزلي او فقر په لنډه موده کې نور هم پراخ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې دوی اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي، خو سختو ورښتونو د ګڼو ولایتونو لارې بندې کړې چې له دې وروسته به ډېری خلک د مرستو له رسېدو ناهیلي شي.

اړوند موضوعات: 

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي چې پۀ افغانستان کې سخت ژمی راروان دی 

دوی وایي د بشري مرستو د رسولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

Leave a reply