د ایران او امریکا تر منځ اټومي تړون؛ ایران امریکا ته خپل وړاندیزونه ورکړي 

0
139

د ایران او امریکا تر منځ اټومي تړون؛ ایران امریکا ته خپل وړاندیزونه ورکړي 

امریکا بیا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې ایران په رښتینې مانا د ستونزې حل نه غواړي او یو اړخیز شرایط وړاندې کوي چې هېڅ لوري ته به هم ګټه و نه لري.

 

(2022 / 1 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د وېن مذاکراتو کې برخه والو هېوادونو امریکا ته دایران په استازیتوب خپل وړاندیزونه ورکړي دي.

په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي ویلي چې برېټانیا، فرانسې، روسیې او چین د ایران په استازیتوب امریکا ته د وین د مذاکراتو وړاندیزونه سپارلي دي او له دغه هېواد غواړي چې مسئله ژر تر ژره حل کړي.

په دې وړاندیزونو کې تر ټولو لومړی یې پر ایران د اقتصادي فشارونو او بندیزونو ختمول دي.

اړوند موضوعات: 

روسیه او ایران وايي چې د اټومي تړون مذاکرات ښۀ روان دي او هیله چې ښې پایلې ولري 

امریکا بیا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې ایران په رښتینې مانا د ستونزې حل نه غواړي او یو اړخیز شرایط وړاندې کوي چې هېڅ لوري ته به هم ګټه و نه لري.

Leave a reply