امریکا شمالي کوریا ته تر اخطار وروسته پۀ یاد هېواد بندیزونه ولګول 

0
182

 امریکا شمالي کوریا ته تر اخطار وروسته پۀ یاد هېواد بندیزونه ولګول 

نوموړي زیاته کړه چې د شمالي کوریا وروستۍ توغندويي ازموینه بله بېلګه ده چې د دې ښودنه کوي، چې د ديپلوماسۍ او اټومي بې وسلې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سره، دغه هېواد د منعه شویو پروګرامونو پرمخ بیولو ته دوام ورکوي.

 

(2022 / 1/ 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا د شمالي کوریا له بالستیک توغندويي پروګرامه د ملاتړ له امله پر اتو کسانو او د شمالي کوریا او روسيې پر بنسټونو بندیز لګولی دی.

  دغه اقدام تېره اوونۍ د دغه هېواد له خوا له نوي توغندويي آزموینې وروسته شوی دی.

  د امریکا د ترهګرۍ او مالي اطلاعاتو په چارو کې د مالیې وزارت مرستیال برایان نلسون، ویلي چې دا اقدامات، د ډله ییزې وژنې د بالستیک او توغوندويي پروګرامونو د مقابلې لپاره د امریکا د پرلپسې هڅو یوه برخه ده.

  نوموړي زیاته کړه چې د شمالي کوریا وروستۍ توغندويي ازموینه بله بېلګه ده چې د دې ښودنه کوي، چې د ديپلوماسۍ او اټومي بې وسلې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سره، دغه هېواد د منعه شویو پروګرامونو پرمخ بیولو ته دوام ورکوي.

اړوند موضوعات: 

امریکا د شمالي کوریا د توغندیو پر ازمویښتونو غبرګون ښوودلی دی

  امریکا داسې مهال دغه اقدام کوي چې وروستیو اونیو کې شمالي کوریا خطرناک ازمويښتونه په بریالۍ توګه ترسره کړي دي. دې مسئلې د امریکا او ملګرو هېوادونو غوسه پارولې ده.

Leave a reply