امریکا د شمالي کوریا د توغندیو پر ازمویښتونو غبرګون ښوودلی دی

0
165

امریکا د شمالي کوریا د توغندیو پر ازمویښتونو غبرګون ښوودلی دی

دا چې امریکا به د شمالي کوریا پر وړاندې کوم اقدام وکړي کنه په اړه یې څه نه دي ویلي.

شمالي کوریا په تازه اقدام کې تر غږ لس برابره چټک بالستیک توغندی ازمویلی دی او شاوخوا هېوادونو یې هم ددغه توغندي ازمویل کېدل تایید کړي دي.

 

(2022 / 1 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي شمالي کوریا تر غږ چټک توغندی ازمویلی دی چې په سیمه کې د امریکا او متحدینو ګټو ته خطر جوړولی شي.

سرچینه وایي د شمالي کوریا دغه کار غندي او دا په دې مانا ده چې یاد هېواد د خپلو تسلیحاتي پروګرامونو د پراختیا په لټه کې دی.

دا چې امریکا به د شمالي کوریا پر وړاندې کوم اقدام وکړي کنه په اړه یې څه نه دي ویلي.

اړوند موضوعات: 

شمالي کوریا وايي چې تر غږ چټک توغندی مو آزمویلی 

شمالي کوریا په تازه اقدام کې تر غږ لس برابره چټک بالستیک توغندی ازمویلی دی او شاوخوا هېوادونو یې هم ددغه توغندي ازمویل کېدل تایید کړي دي.

Leave a reply