شمالي کوریا وايي چې تر غږ چټک توغندی مو آزمویلی 

0
159

شمالي کوریا وايي چې تر غږ چټک توغندی مو آزمویلی 

شمالي کوریا وړمه ورځ هم یو ناپېژندل شوی توغندی ازمویلی و، خو اوس حکومتي رسنۍ وایي چې هغه هم بالستیک تر غږ چټک توغندی و او ازمویښت یې بریالی و.

 

(2022 / 1 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

شمالي کوریا په دوو ورځو کې دویم تر غږ چټک بالستیک توغندی ازمویلی دی. د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي دوی په بریالۍ توګه تر غږ چټک یا هایپر سونیک بالسټیک توغندی ازمویلی او خپل هدف یې په نښه کړی دی.

د شمالي کوریا چارواکو ویلي دوی د خپلو وسلو د پیاوړي کولو لپاره هڅو ته ادامه ورکوي.

اړوند موضوعات: 

شمالي کوریا یو بل نامعلوم توغندی آزمویلی دی   

شمالي کوریا وړمه ورځ هم یو ناپېژندل شوی توغندی ازمویلی و، خو اوس حکومتي رسنۍ وایي چې هغه هم بالستیک تر غږ چټک توغندی و او ازمویښت یې بریالی و.

تازه ازمویښتونو د جنوبي کوریا او جاپان غبرګونونه هم له ځان سره لرلي دي.

Leave a reply