امریکا وایي شاوخوا اتیا امریکایان لا هم په افغانستان کې پاتې دي

امریکا وایي شاوخوا اتیا امریکایان لا هم په افغانستان کې پاتې دي
سرچینه کاږي وروسته له هغه چې د تخلیې د پروازونو پر سر ناندرۍ رامنځ ته شوي ددغه کسانو ایستل هم ځنډېدلي دي. امریکایي رسنۍ وایي چې د افغانستان نوي حکومت دغه پروازونه درولي دي، خو رسمي حکومتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
(2022 / 1 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، د کانګریس غړو او یو شمېر باوري سرچینو ویلي، چې لا هم شاوخوا اتیا امریکايي وګړي په افغانستان کې پاتې دي او د وتلو تمه لري.
سرچینه کاږي وروسته له هغه چې د تخلیې د پروازونو پر سر ناندرۍ رامنځ ته شوي ددغه کسانو ایستل هم ځنډېدلي دي. امریکایي رسنۍ وایي چې د افغانستان نوي حکومت دغه پروازونه درولي دي، خو رسمي حکومتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
اړوند موضوعات:
برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه امریکا ویلي، د تخلیې ماموریت ادامه لري او د هغو کسانو ایستلو ته به ادامه ورکوي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی او یا امریکا یې د ساتلو لپاره ژمنه ده.






