برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده

0
153

برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده

د رافایل مارشال په خبره د برېټانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب هم د افغانانو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د بحراني برخې کارکوونکي هم خورا کم وو.

 

(2021 /  12 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي په تازه مرکه کې ویلي، چې برېټانیا له خطر سره د مخ افغانانو په ایستلو کې لټي کوله او اقدامات یې اغېزناک نه وو.

د رافایل مارشال په خبره د برېټانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب هم د افغانانو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د بحراني برخې کارکوونکي هم خورا کم وو.

هغه د برېټانیا پارلمان ته ویلي چې له خطر سره د مخ افغانانو له ډلې برېټانیا ان د پنځه سلنې کسانو په ایستلو هم نه ده بریالۍ شوې او په دې برخه کې یې لټي کړې ده.

اړوند موضوعات: 

ټرمپ د امریکا لوړ پوړی پوځي چارواکی لۀ افغانستان څخه د ناکام تخلیې ماموریت پۀ خاطر احمق ګڼلی دی 

رافایل همدا راز وایي چې بهرنیو چارو وزارت په واضح توګه د افغانستان مسئله نه درک کوله او نه یې هم کوم پلان درلود.

هغه په دې باور دی چې لا هم برېټانیا له خطر سره د مخ افغانانو په اړه واضح تګلاره نه لري او دا چاره یې د اندېښنې وړ ده.

Leave a reply