له ازبیکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده

له ازبیکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده
برېښنا شرکت وایي دمګړی دغه ستونزه حل شوې او که د برېښنا وړې پرچاوۍ رامنځ ته کېږي نو اصلي لامل به یې پر برېښنا بوج او ځینې وړې ستونزې وې.
(2022 / 1 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د برېښنا شرکت وایي چې نن سهار شاوخوا اووه بجې له ازبیکستان د برېښنا ستونزه حل شوې ده او وارداتي برېښنا به خپل عادي جریان ته ادامه ورکړي.
سرچینه وایي چې دغه پرچاوي په ازبیکستان کې په تیلي مرجان سټیشن کې یوه تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې وه چې له امله یې پر افغانستان شپېته سلنه برېښنا کمه شوې وه.
برېښنا شرکت وایي دمګړی دغه ستونزه حل شوې او که د برېښنا وړې پرچاوۍ رامنځ ته کېږي نو اصلي لامل به یې پر برېښنا بوج او ځینې وړې ستونزې وې.
اړوند موضوعات:
ازبکستان پر افغانستان باندې ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده
د ازبیکستان په برېښنا کې دوه ورځې وړاندې شپېته سلنه کموالی رامنځ ته شوی و، چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.






