ازبکستان پر افغانستان باندې ۶۰ سلنه برېښنا کمه کړې ده 

0
155

د یادونې ده چې په دې وروستیو شپو ورځو کې په ځینې ولایتونو ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې ده او دې چارې افغانان سخت اندېښمن کړي دي خو برېښنا شرکت وایي چې په ژمي کې معمولاً له دې امله پرچاوي زیاته وي چې خلک له برېښنا څخه ډېره ګټه اخلي خو ټینګار کوي چې تر یوه حده به د هېوادوالو ستونزو ته رسېدګي وکړي.

(2022 / 1  / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ اپور 

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې ازبیکستان د افغانستان برېښنا شرکت له همغږۍ پرته خپله ۶۰ سلنه صادراتي برېښنا کمه کړې ده.

یاد شرکت د ازبیکستاني چارواکو له قوله د برېښنا کموالي لامل په ازبیکستان کې تخنیکي ستونزه یاده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا ستونزه به په ۲ یا ۳ ورځو کې اواره شي.

Leave a reply