نړۍوال روغتیايي سازمن دکرونا اومیکرون ډول د پراختیا پۀ هکله اندېښنه ښودلې 

0
166

نړۍوال روغتیايي سازمن دکرونا اومیکرون ډول د پراختیا پۀ هکله اندېښنه ښودلې 

د دغه ادارې مشر تدروس ادهانوم په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې یوازې په تېره اونۍ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا اومیکرون شاوخوا ۱۵ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او میلیونونه داسې پېښې شته چې لا ثبت شوې نه دي.

 

(2022 /  1 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روغتیا نړیوالې ادارې په نړۍ کې د کرونا اومیکرون بڼې پر خپرېدو جدي اندېښنه ښوودلې ده.

د دغه ادارې مشر تدروس ادهانوم په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې یوازې په تېره اونۍ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا اومیکرون شاوخوا ۱۵ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او میلیونونه داسې پېښې شته چې لا ثبت شوې نه دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې مشر ویلي چې د اومیکرون نښې نښانې تر نورو بڼو خفیفې دي خو د هغو کسانو لپاره دا ویروس خطرناک دی چې تر دې دمه یې د کرونا واکسین نه دي کړي.

اړوند موضوعات: 

ښايي په راتلونکو دوو میاشتو کې د اروپا نیمایي وګړي د کرونا په اومیکرون بڼه اخته شي

د روغتیا نړیوالې ادارې غوښتي چې د اومیکرون د پراختیا مخنیوی وشي، ځکه تر دې دمه په نړۍ کې میلیونونه وګړي د کرونا له واکسین پاتې دي.

Leave a reply