امریکا ویلي چې لۀ ګوانتانامو زندان څخه مو پنځه زندانیان آزاد کړي دي
امریکا داسې مهال له دغه زندان د پنځو زندانیانو د خوشي کولو خبره کوي، چې تازه پر بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له امریکا ددغه زندان د تړلو غوښتنه کړې ده.
(2022 / 1 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا له ګوانتانامو زندان د پنځو زندانیانو خوشي کول تایید کړي دي.
د امریکا ددفاع وزارت وایي چې دغه وزارت تازه له ګوانتانامو د پنځو زندانیانو خوشي کول تایید کړي او ژر به له امریکا ولېږدول شي. په دې کې درې کسه یې یمنیان، یو د سومالیا او بل یې هم د کینیا دی.
په یادو کسانو په ترهګریزو کړنو کې د لاس لرلو تور و، خو د ګوانتانامو چارواکو ویلي چې تر دې دمه دغه تورونه نه دي ثابت شوي.
امریکا داسې مهال له دغه زندان د پنځو زندانیانو د خوشي کولو خبره کوي، چې تازه پر بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له امریکا ددغه زندان د تړلو غوښتنه کړې ده.
یادې ادارې ویلي چې ددغه زندان موجودیت په ښکاره د بشري حقونو نقض دی او باید په دې تړاو له بايډن پوښتنې ګروېږنې هم وشي.










Leave a Reply