تحریک طالبان پاکستان د خالد بلتي په اړه یوه اعلامیه جاري کړې
باغي ټي وي رپورټ
څو ورځې وړاندې د مفتي خالد بلتي د وژنې په اړه د تحریک طالبان پاکستان اعلامیه
درې ورځې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان یو وتلی عالم، د سیاسي چارو کارپوه او یو لوی شخصیت د لاسه ورکړ.
په ټویټر پانړه د ټي ټي پي ویاند محمد خراسانی لیکلي چې
مفتي صاحب رحمه الله د زده کړې له وخته له جهاد سره علاقه لرله او په دې موده کې يې د داسې يو پلبټ فارم په لټه کې هم و، چې له هغه ځايه جهاد وکړي او د ظالم نظام په ضد له خپل توان څخه کار واخلي.
په بیان کې زیاتوي نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې مهاجر شو او له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شو.
په بیان کې وایی چې هغه د رسنیو په شمول د علم، سیاست او جګړې په ډګرونو کې د نورو ملګرو په پرتله مخکښ و.
په ټویټ کې خراساني وایی چې نوموړی د ۲۰۱۵ کال له پیل څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې زنداني و او بالاخره د جنورۍ په نهمه د خپل سفر په ترڅ کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.